امریکابه له افغانستان سره اوږودمهاله ستراتيژيکې اړيکې ولري
سلام خان سلام خان

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر هر کال د «ولس د وضعيت» تر نامه لاندي د کانګرس غړو ته وينا کوي چي په هغه کي د يوه کال په جریان کی ټولي لاسته راوړنی او خپله راتلونکې تګلاره روښانه کوي، نوموړی سږ کال،خپله وينا په داسي وخت کي وکړه چي د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشرۍ د ټاکنو کال دئ. د ټاکنو د مبارزې په درشل کي هغه خپله دغه وينا له خپلو برياليتوبونو څخه پيل کړه،اوباما په لومړي سر کي خپلي بهرنۍ پاليسي ته په اشارې سره وويل چي کومي ژمني چي تر ټاکنو مخکي کړي وې، هغه ئې عملي کړي دي،د يو پياوړي دريځ په لرلو سره موږ په افغانستان کي د جګړې د پاي ته رسولو اقدام وکړ، تر اوسه پوري مو لس زره سرتيري را ايستلي دي، او ۲۳۰۰۰ نور به د روان کال د دوبي تر نيمايي پوري را ووزي. افغان ځواکونو ته به د مسئوليت ليږد دوام وکړي، هغه زياته کړې، چې په افغانستان کې افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد پروسه روانه ده او دوى غواړي، چې له افغانستان سره اوږودمهاله ستراتيژيکې اړيکې ولري، ترڅو په راتلونکي کې افغانستان پر امريکا د بريدونو لامل ونه ګرځي..

د امريکا ولسمشر بارک اوباما همدارنګه په خپله کلنی وینا کی ویلی دی ، چې د القاعدې غړي د تېښتې په حال کې دي او په افغانستان کې د طالبانو زور مات شوى دى،هغه زياته کړې، چې له پاکستان څخه نيولې تر يمن پورې د القاعدې غړي د تېښتې په حالت کې دي او هغوى اوس په دې پوه شوي، چې له امريکا څخه نه شي خلاصېداى،بارک اوباما ویلی دی، چې په عراق کې د جګړې له پاى ته رسېدو وروسته امريکا ته دغه چانس په لاس ورغى، چې پر خپلو دښمنانو پرېکنده بريدونه ترسره کړي،د امريکا ولسمشر زياتوي، چې له نهو کلونو وروسته په عراق کې جګړه پاى ته رسېدلې، ټول امريکايي سرتېري له دغه هېواد څخه راستانه شوي دي.

اوباما وايي: ((په تېرو دوو لسيزو کې د لومړي ځل لپاره حالات داسې شوي، چې اسامه بن لادن د امريکا لپاره نور ګواښ نه دى،د هغه په وينا، د القاعدې ګڼ شمېر لوړ پوړي قوماندانان له ماتې سره مخ شوي او نور يې د تېښتې په حال کې دي، د طالبانو زور مات شوى او په افغانستان کې د مېشتو امريکايي ځواکونو د بېرته ستنېدو لړۍ پيل شوې ده،هغه زياته کړې، چې په افغانستان کې افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد پروسه روانه ده او دوى غواړي، چې له افغانستان سره اوږودمهاله ستراتيژيکې اړيکې ولري، ترڅو په راتلونکي کې افغانستان پر امريکا د بريدونو لامل ونه ګرځي،د امريکا ولسمشر بارک اوباما په دغې وينا کې، په داسې حال کې د افغان جګړې د پاى ته رسولو خبرې کړې دي، چې په دې وروستيو کې د طالبانو او امريکا تر منځ د خبرو اترو راپورونه ورکړل شوي دي،ولی په کابل کې د امریکا سفیر په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه ،ویلی دی چې تراوسه پوري د طالبانو د دفتر د پرانستلو په برخه کې هیڅ راز پرمختګ نه دی شوی،د امریکا سفارت د سولې په اړه دا هم ویلي، چې د امریکا متحد ایالتونه او د افغانستان حکومت د سولې د یوې داسي پروسې ملاتړ کوي چې په نتیجه کې یې: طالبان او نور وسله وال مخالفین له القاعدې سره خپلې هر ډول اړیکې پرې کړي، تاوتریخوالی پریږدي، د ښځو او اقلیتونو د حقونو په ګډون د افغانستان اساسي قانون ته درناوی وکړي.

ولسمشر بارک اوباما خپلې دې وينا کې د اسامه بن لادن او معمر قذافي وژل کیدل د خپلې بهرنې تګلارې د لاسته راوړنو په توګه یاد کړل او اشاره یې وکړه چې امریکایان هر څه ترلاسه کولای شي، که په ګډه ورته هڅه او هاند وکړي،اوباما پخپله وينا کي د ايرن په اړه وويل چي د تهران رژيم ته ئې دا اجازه ور نه کړه چي د اټومي وسلو خاوند شي،موږ به د دې کار د مخنيوي له پاره هر ډول اقدام وکړو.ولسمشر بارک اوباما کانگرس ته ته خپلې دې وينا کې له خپلو اروپايي متحدینو سره یوځای د ایران د تیلو پر واردلو او بانکې برخې بندیزونه د ایران د اتومي فعالیتونو د بندولو هڅه وګڼله او ټینګار ېې وکړ چې د پوځي اقدام په ګډون ټول انتخابونه اوس هم په خپل حال دي، تر اوسه لا هم يو سوله ييز حل ممکن دئ. په دې شرط چي تهران پخپله تگلاره کښي بدلون راولي او خپل مکلفيتونه پر ځای کړي،خو د ولسمشر بارک اوباما جمهوریت غوښتونکي سیلان داسي نه ګڼي او وايي ولسمشر بارک اوباما په ځینو موضوګانو لکه له ایران سره په چلند کې کمزوری دی. دوی زیاتوي چې ولسمشر اوباما نۀ دى توانیدلى چې ایران له خپلو اتومي فعالیتونو څخه لاس په سر کیدو ته اړباسي.

،اوباما پخپله وينا کښي تر بهرنيو موضوعاتو وروسته کورني سياست ته پام واړاوه. او هغه مسايل ئې راپورته کړل چي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښي اهميت لري، لکه: عدالت، انصاف او ټولو وګړو ته د مساوي چانس برابرول،اوباما پخپله وينا کي په تکرار سره له شتمنو څخه د زياتي ماليې غوښتلو غږ وکړ:«هر څوک چي په کال کي يو ميليون ډالر يا تر دې ډير، بايد ۳۰سلنه ماليه ورکړي،هغه د خپلو سياسي مخالفينو هغه ادعاوي رد کړې چي ګويا دی په امريکا کي د يوه سوسيالستي نظام د جوړولو په لټه کي دئ،که څه هم اوباما پخپله وينا کي د ولسشمرۍ له پاره د جمهوري غوښتونکو داوطلب ميت رومني چي يو ميلياردر دئ نوم وانه خيست، خو له وينا څخه ئې ټول په دې باندي پوه شول چي د هغه مقصد څوک دئ،رومني د امريکا د يو ډير شتمن سړي په توګه د کاله شل ميليونه ډالره عايد لري او يوازي ۱۴ فيصده ماليه ورکوي

د امریکا ولسمشر ومنله چې په حکومت کې یې ځینې نیمګرتیاوې شته چې په وینا یې اصلاحات غواړي خو ټینګار یې دا وو چې دا د ټولو ګډ مسوولیت دی،خو د ولسمشر اوباما د څرگندونو برعکس جمهوریت غوښتونکي د ښاغلي اوباما اداره کمزروې ګڼي او وايي بهرنۍ او کورنۍ تګلارې یې هغسې نه دي چې باید وي.پای


January 26th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی